دافغانستان په ټولو ترورستی پیښو کی دپاکستان لاس دې
سلام خان سلام خان

استاد رباني تېره ورځ د وزيرمحمداکبرخان په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو او  د فاتحې مراسم په کابل کې د ارګ ، وزير محمداکبرخان ، شيرپور ، عيدګاه او په ځينو نورو جوماتونو کې ترسره شول ،په دې مراسمو کې ولسمشر حامد کرزي، جهادي شخصيتونو، دولتي چارواکيو، د يو شمېر هېوادونو سفيرانو او چارواکيو او نورو زرګونو تنو ونډه لرله ،دفاتحی په دغو مراسمو کی د شخړو د حل او له دولت  سره د خلکو د اړيکو د کمېسيون مشر حضرت صبغت الله مجددي ، د جمهوري رياست د ارګ په جومات کې، چې ولسمشر هم په کې ونډه لرله ،لنډې خبرې وکړې ،حضرت صاحب مجددی په خپلو خبرو کی  یو ځل بیاهم په داګه وویل چی په دغو وژنو کی دپاکستان لاس دې ،دیو ځل بیاهم دپاکستان استخباراتی اداره (آی،ایس،آی ) په افغانستان کی به پراخو لاسوهنو تورنه کړه ،خو حضرت صاحب وويل چې ياده استخباراتي شبکه نه شي کولاى په افغانستان کې د لاسوهنو له لارې افغانان له خپلې ارادې وګرځوي ،نوموړی دپاکستان داستخباراتی شبکی پروړاندی دجدی اقداماتو غو ښتنه وکړه ،او په خپلو ځرګندونو کی یی وویل که جهانی ټولنه غواړی چی په افغانستان او منطقه کی سوله تامين شې نوباید دپاکستان د آی،ایس،آی پر ضد پراخ اقدامات وکړی که چیری امریکا او ځینی نور هیوادونه  د اي،ایس،آی پر وړاندی اقدام نه شی کولای په هغه صورت کی دی لکه ځرنګه چی دجهاد په دوران کی دشوروی پرضد زمونږ سره دوسلو کمک وکړی اوس دی دپاکستان په مقابل کی زمونږ ننګه وکړې.

 تر دی یوه ورځ وړاندی دبرهان الدین ربانی دجنازی په مراسموکی په زرهاو خلګو ګډون کړی وو دجنازو دمراسمو په جریان کی  کې یو شمیر قهرجنو کسانو د امریکا، پاکستان او د افغانستان د جمهور ریْس حامد کرزي په خلاف شعارونه ورکړل. د ښاغلي رباني ملاټر کوونکو د افغانستان امنیتي ځواکونه په ډبرو وویشتل چې په یوه مرحله کې پولیس مجبوره سوله چې د دغو کسانو د ګډوډولو لپاره هوایي ډزې وکړې ،د جنازې په مراسمو کې چې کله امرالله صالح، د استخباراتو پخوانی مشر او د رباني د ملګرو نه و وغوښتل چی د خلګو سره یو ځای سي امنیتی ساتونکو ودروی نو صالح په قهرجنه اواز وویل :یو تروریست ته اجازه ورکړل سول چی دننه ولاړ سي او زموږ مشر ووژني، خو اوس موږ ته اجازه نه راکول کیږي چې د ښخولو په مراسمو کې یی ګډون وکړو،هغه وویل چی لارو کوڅو ته به راووځي او دولت ته به ووايي چې د دی حق نه لري چی دهغه په قول د دوښمنانو سره نورې خبري وکړي. د هغه مطلب د مخالفینو سره د پخلاینی خبري وې.

دبله لوری د پاکستان او د متحده ايالتونو تر منځ په تيرو اونيو کي اړيکي ډيري ترينگلي سوي دي. د امريکا د لوی درستيز په مستقيمه توگه آی اېس آی د امريکا او افغانستان پر ضد په جگړه تورنه کړی ده.  او له دی سره سم اوس د کابل او د ممبۍ د بريدونو د تړاو خبره راپورته سوې ده ،د سپټامبر ديارلسمه د کابل په وزير اکبرخان سيمه کي چيري چي د امريکا سفارت هم واقع دی وسله وال بريدونه تر سره سول. يو شمېر وسله والو تر شلو ساعتو پوري د يوې لوړي وانۍ څخه د امريکا پر سفارت او يو شمېر نورو مهمه دفترونو بريدونه وکړل ،په کابل کي د امريکا سفير د دغو بريدونو وروسته سمدلاسه وويل چي د دغو بريدونو تر شا د حقاني د ډلې لاس دی. د نوموړي د خبرو وروسته د امريکا د دفاعي چارو وزير پنېټا هم و حقاني ډلې ته گوته ونيوله او پر پاکستان يې ږغ وکړی چي د دغي ډلي په وړاندي دي عمليات پېل کړي ،د امریکا د ټولو قواوو لوی درستیز جنرال مایک مولن د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د استخباراتو اداره تورنه کړه چې په هغو شخړو کې لاس لري چې په افغانستان کې د امریکا ګټو ته زیان اړوي ، مایک مولن د پنجشنبې په ورځ په واشنګتن کې د امریکا د مشرانو جرګې پوځي کمیټې ته وویل چې د حقاني شبکه د ای ایس ای مټ ده. نوموړي زیاته کړه چې تیره اونۍ چې کله په کابل کې د امریکا پر سفارت برید وشو ای ایس ای اې یې تر شا و. مولن وایي چې د جون په اته ویشتمه چې د کابل پر کانټننټل برید شوه په هغه کې هم ای ایس ای لاس درلود .

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني د حقاني شبکې د ملاتړ په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې په ضمني ډول تایید کړې خو په عین حال کې یې وویل چې د امریکا لوی درستیز جنرال مایک مولن ښه پوهېږي چې کوم هیوادونه د حقاني شبکې ملاتړ کوي ،د جنرال کیاني له څرګندونو داسي ښکاري چې د حقاني شبکې ملاتړ یوازې پاکستان نه بلکې نور هیوادونه هم کوي ،چی تر ډیره حده ممکن دنوموړی هدف ایران،چین او هم روسیه وی چی پاکستان یی دخپل ځان متحدین دامریکا پرضد ګڼې ،تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر له ترهګرو ډلو سره د پاکستان د ملاتړ په باب د امریکايي چارواکو څرګندونې په مطلق ډول رد کړې وې ،هغې پټکه کړې وه چې که پر پاکستان د متحدانو دا ډول نیوکو دوام وکړ نو هغوی دې د پاکستان له ايتلافه لاس واخلي ، په را پورونو کی ویل کېږي چې رباني کهر د پاکستان د استخباراتو په خوښه د وزارت چوکۍ ته رسول شوې ده تر څو د پاکستان په بهرنۍ پالیسۍ کې د پوځ د دریځ ترجماني وکړي

له اوږدو معاملو او همکارۍ وروسته داسې ښکاري چې د پاکستان او امريکا همکاري په عملي سيالۍ اوړي. دا اوښتون دوه بنسټيز لاملونه لري چې يو يې له امريکا سره د پاکستان دوه مخي چلند او بل هغه ګواښ دى چې پاکستان يې په سيمه کې د امريکايي ځواکونو د شتون له امله احساسوي. امريکا اوس پوره باوري شوې چې پاکستان د دوى له مخالفينو سره مرسته کوي او په افغانستان کې ددوى پر وړاندې جګړه ګرمه ساتي، نو له دې امله بايد ورسره جدي چلند وشي، آن کې دا چلند د پوځي عملياتو تر پولې هم ورسيږي، خو پاکستان هم اوس فکر کوي چې په سيمه کې د امريکايي ځواکونو يو اصلي هدف پاکستان دى، نو ځکه اوس هر هغه څه ته لاس اچوي چې ددې ګواښ مخنيوى کولاى شي. د طالبانو لا زيات ملاتړ او په سيمه کې له ايران، چين، روسيې او نورر هېوادونو سره د يو اېتلاف رامنځ ته کول هغه چارې دي چې پاکستان يې د امريکا پر ضد ترسره کولاى شي ،اوس دا سيالي د عمل او غبرګون په حالت کې ده، امريکا عمل کوي، پاکستان غبرګون ښيي او يا هم پاکستان عمل کوي، امريکا غبرګون ښيي. د رپوټونو له مخې امريکا په قطر کې طالبانو ته د پاکستان د خوښې خلاف د دفتر د پرانيستې سره موافقه کړې، پاکستان د حقاني شبکې پر مټ په کابل کې بريدونه وکړل، امريکا مخامخ ددې بريدونو پړه پر حقاني شبکې ور واچوله او ددې ډلې پر وړاندې د پاکستان له خوا د عملياتو د نه ترسره کولو پر مهال يې له خپله اړخه د عملياتو ګواښ وکړ. دا لړۍ به دوام کوي.څه چې د اندېښې وړ دي هغه دا چې د تېر په څېر يو ځل بيا زموږ هېواد ددې سيالۍ ډګر دى او د امريکا او پاکستان ترمنځ په بل شوي اور کې موږ سوځيږو، د کابل په وروستيو بريدونو کې يوازې ٦ بهرنيان ټپيان شول، خو نور ټول وژل شوي او ټپيان شوي افغانان دي.موږ د نورو پټو سياليو ترڅنک اوس په ښکاره د پاکستان او امريکا د سيالۍ قرباني يو او هره ورځ له دې امله قرباني ورکوو، نو په کار ده چې زموږ حکومت دا مسئله درک کړي، داسې لارې چارې وکاروي چې په افغانستان کې ددې سيالۍ مخنيوى وکړي او زموږ خلک هم بايد په دې لوبه پوه شي او خپل ځانونه د پردۍ لوبې غازيان او شهيدان نه کړي،دحضرت صاحب مجددی دخبری په تائید او ملا تړ تر ځو چی دپاکستان د آی،ایس،آی د فو ځی اداری پر وړاندی پراخ اقدامات تر سره نه شی په افغانستان او منطقه کی سوله نا شونی ده.پای


September 26th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات